توضیحات
د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو ترمنځ په دې وروستیو کې د “امن د هوکړې” په نوم د ځینو تړونونو لاسلیک کېدو په افغانستان کې پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي. دغه تړونونه لومړی د نورستان او د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د مېشتو ولسونو ترمنځ، او وروسته د کونړ، باجوړ او مومندو د قومي مشرانو ترمنځ د جرګو په ترڅ کې لاسلیک شوي دي. په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.