توضیحات
د روان کال په لومړیو کې د خیبر پښتونخوا د تېراه لسګونه زره اوسېدونکي د خپلې سیمې پرېښودلو ته اړه شول. د دې بې ځایه کېدو له امله زرګونه ماشومان هم له زده کړو بې برخې شول. که څه هم یو شمېر زده کوونکو بېرته خپلې زده کړې پیل کړې دي، خو د تېراه د ماشومانو د تعلیمي ستونزو د حل لپاره تر اوسه د حکومت له لوري کوم جدي ګام نه دی اخیستل شوی. د دې موضوع په اړه نور معلومات دلته په راپور کې اورېدلی شئ.